یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې صهیونییستي اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې بریدونه یې د بالیستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره کړي، چې د اشغالګرو څو پوځي مرکزونه او مهم تاسیسات یې په نښه کړي دي.

د نوموړي په وینا، دا عملیات د غزې د محاصرې ماتولو او د فلسطیني ولس د ملاتړ په هدف ترسره شوي او تر هغه به روان وي چې د صهیونیستي رژیم تیري پای ته ونه رسېږي.

صهیونیستي لوري د بریدونو په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، له بریدونو وروسته په یادو سیمو کې درنې چاودنې، پراخې اور لګېدنې رامنځته شوي او د اشغالګرو د اور وژنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button