د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت کندهار کې د اوبو بند او په نیمروز کې د اوبو رسولو شبکې جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د سپین بولدک ولسوالۍ په حوت غره کلي کې د ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پیل کړې.

د کليو د بيارغونې وزارت وايي، دغه بند ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري او د جوړولو پر مهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د بند په بشپړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه وساتل شي.

همدارنګه، د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د دلارام ولسوالۍ په حسین آباد ۱ او حسین آباد ۲ کلیو کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

یادې شبکې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د ۱۱۷۱۸ مترو پایپ غځول، ۲۲۵ شیردهنونو او ۶۴ سولر تختو نښلول شامل دي.

د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۴۰۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او لسګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button