عطا محمد نور: د جمهوريت پر مهال ټول ترورونه د ارګ او ملي امنيت په مشرۍ ترسره کېدل

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د بلخ پخواني والي او پخواني جنګسالار او زورواکي عطامحمد نور په يوې تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د جمهوريت پر مهال د ترور ټولو پېښو تر شا د ارګ او ملي امنيت لاس و او د ډېرو کسانو هدفي وژنې د همدغو ادارو له لوري ترسره کيدلې.
نوموړي په مرکه کې د پخواني لمړي مرستيال امرالله صالح نوم نه دی اخيستی، خو په څرګند ډول يې د ارګ او ملي امنيت په لور اشاره وکړه او ويې ويل چې هغه کسان چې ارګ ته نژدې وو او له حکومت سره يې نږدې اړيکې يې لرلې، د خلکو د ترور مسئولين وو.
عطا محمد نور زياته کړې چې د جمهوريت د وخت د ملي امنيت دننه يوه ځانګړې څانګه یعنې “بخش مخصوص” د همدې هدفي وژنو لپاره ځانګړې شوې وه او په همدې برخه کې یې د اجمل عابدي، يعقوب ماهر او څو نور کسان، چې اصلي دنده يې د سياسي او اجتماعي مخالفينو ترور کول وو.
د نوموړي په وينا، د جمهوريت د واکمنۍ پر مهال سلګونه بې ګناه کسان صرف د سياسي مخالفت له امله وژل شوي او دا ټول کار د همدې لوړپوړو دولتي کړيو په مستقيمه لارښوونه ترسره کېده.



