کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د خیبر پښتونخوا د بونير، سوات او نورو سيمو ځينو ولسواليو کې د سېلابونو او طوفاني بارانونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۱۹۰ کسان مړه شوي، سلګونه نور لادرکه دي او ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي.
د بونير په پیر بابا کې نن ورځ د ۴۱ تنو پيدا شويو کسانو د جنازې مراسم ترسره شول.
ځايي سرچينو ويلي چې د سېلاب له امله د ټولو مړو شمېر ۳۵۰ ته رسېدلی او لا هم ګڼ شمېر خلک ورکې دي، خو تر اوسه ياد شمېر نه دی تائید شوی.
د خوړونو او سيندونو غاړو ته نژدې کورونه ویجاړ شوي، او ځايي خلکو د حکومت او ولسونو څخه غوښتنه کړې چې د لادرکه کسانو موندلو، جسدونو او ملبې د ليرې کولو چارو کې مرسته وکړي.
محلي چارواکي وايي چې د ژغورنې ډلې په متاثره سيمو کې کار کوي او له خلکو يې غوښتنه کړې چې د سیندونو له غاړو لرې خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.
ځايي چارواکي وايي، چې د يادو سېلابونو له امله لسګونه کورونه او مکمل کلي، په بونير کې د پيربابا په نوم يو بازار په بشپړه توګه سېلابونو زيانمن کړی او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
















