خان یونس کې د قدس لېوا برید؛ د اشغالګرو پوځ د قوماندې مرکز ویجاړ شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې «سرایةالقدس» اعلان کړی، چې خان یونس کې یې د اشغالګر صهیونیستي پوځ د قوماندې پر یو مهم مرکز توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.

د سرایة القدس په وینا بریدونه د درنو توغندیو په وسیله شوي، چې له امله یې د اشغالګر پوځ یاد مرکز په بشپړ ډول ویجاړ شوی او ګڼ شمېر پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې برید داسې مهال ترسره شوی، چې یاد مرکز کې د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو غونډه روانه وه.

فلسطیني مقاومتي ډلې ټینګار کوي، چې تر هغو به یې د دښمن پر وړاندې ځپونکي عملیات دوام لري،څو چې د غزې پر وړاندې یرغل پای ته نه وي رسېدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button