کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د برېښنا سکټور کې د ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت د درې مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر، زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو مسؤلینو ترمنځ د هرات د برېښنا د ثبات او پیاوړتیا لپاره د ګډو پانګونو تړونونه لاسلیک شول.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې دا پروژې د لاندې کارونو لپاره دي:
له نورالجهاد سبسټېشن څخه د هاشمي پُل او له هاشمي پُل سبسټېشن څخه د حوت ۲۴ شهیدانو تر سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د مزي غځول، د هاشمي پُل او حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشنونو جوړول، او په نورالجهاد سبسټېشن کې د بی لین پراختیا.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا پروژې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي او هرات به له ډاډمنې برېښنا برخمن شي.


















