د ایراني پوځ لوی درستیز: ځواکونه مو د هر ډول برید او ګواښ د ځواب ویلو بشپړه وړتیا لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز یو ځل بیا امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې تهران د هېڅ ډول دسیسو او دښمنیو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او په خبره یې، د ځواکمن او نه ماتېدونکي ایران په وړاندې دښمنان باید خپلې دسیسې ودروي.

د ایران دغه لوړ پوړی پوځي چارواکی زیاتوي، چې د هېواد دفاعي ځواکونه یې د هر ډول برید او ګواښ د ځواب ویلو بشپړه وړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button