غزه کې د مقاومت بریدونه؛ د اشغالګرو ګڼې شوبلې ویجاړې شوې

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو د غزې په بېلابېلو سیمو کې پر صهیونیستي ځواکونو تازه بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د اشغالګرو ګڼې پوځي شوبلې په نښه او په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

سرچینې وايي، د مقاومت ځواکونو د پرمختللو وسلو په وسیله د اشغالګرو د زغره‌والو وسایطو پر کاروانونو بریدونه کړي او د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ترڅنګ یې د هغوی د پرمختګ هڅې هم شنډې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د جګړې په ډګر کې د اشغالګرو د شوبلو د ویجاړېدو له امله سختې چاودنې شوي او لوګي یې له لرې سیمو هم لیدل شوي دي.

د اشغالګرو د ژغورنې ډلې د خپلو وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو د ایستلو لپاره سیمې ته ورغلې دي.

فلسطیني مقاومت یوځل بیا ټینګار کړی، چې تر بشپړې بریا پورې به د اشغالګرو پر ضد بریدونه روان ساتي او اجازه به ورنه کړي چې صهیونیستي پوځ د غزې په ښارونو او کليو کې پرمختګ وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button