کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې په ۲۳ نویو مسلکي برخو کې ۳ زره افغان کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګار دي، د قطر شاهي هېواد ته استول کېږي.
د یاد وزارت د ویاند سمیع الله ابراهیمي په وینا، په شرایطو برابر کسان له ټول هېواد څخه کولی شي نوملیکنه وکړي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوملیکنه به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه/۱۴۰۴ اسد ۲۷مه) په ټولو ولایتونو کې په ځانګړي توګه ټاکل شوو مرکزونو کې ترسره کېږي.
د نوملیکنې پروسه د Chief Finance Officer، Chief Investment Officer، Civil Engineer، HVAC Technician، Car Mechanic، F&B Supervisor او نورو مسلکي بستونو لپاره ده.
وزارت زیاتوي چې د فورمې قیمت ۱۰۰ افغانۍ دی او غوښتونکي باید له خپلو تحصیلي، مسلکي او تجربوي اسنادو سره په ولایتونو کې یوازې هغه رسمي مرکزونو ته مراجعه وکړي چې په خبرتیا کې یاد شوي، ځکه له یادو مرکزونو پرته په بل کوم ځای کې نوملیکنه قانوني نه ده.


















