کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
د لبنان د حزبالله مشر، شیخ نعیم قاسم، د لبناني حکومت پرېکړه “خطرناکه” وبلله او وویل چې چارواکي د امریکا او اسرائیلو په خدمت بوخت دي. نوموړي ټینګار وکړ چې که هره فتنه رامنځته شي، مسؤلیت یې د حکومت پر غاړه دی.
شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: “اشغالګر که پر حکومت کوم فشار نه راوړي، لامل یې د حزبالله او د لبناني مقاومت شتون دی. موږ اسرائیلو سره جګړه کوو، تاسې مه ورګډېږئ، ځکه نه د موږ او نه د اسرائیلو د مقابلې توان لرئ.”
هغه پر چارواکو نیوکه وکړه چې د اشغالګرو پر ځای د حزبالله پر ضد ګامونه پورته کوي او وویل: “ستاسې اصلي دنده دا وه چې د لبنان له خاورې اشغالګر وشړئ، خو پر ځای یې زموږ پر وړاندې درېدلي یاست.”
د حزبالله دغه مشر د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د “لوی اسرائیل” پلان ته په اشارې وویل چې لبناني حکومت د دې پلان پر وړاندې هېڅ نشي کولای، او یوازې هڅه کوي د مقاومت لاسونه وتړي.


















