کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت د ځواکونو له لوري د غزې په ختیځ کې د صهیونیستي پوځ پر یوې پوځي ډلې برید شوی دی.
د راپورونو له مخې، د برید پر مهال د اشغالګر پوځ د یوه پوځي کنډک ګڼ غړي په نښه شوي چې له امله یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې وايي، مقاومت له مخکې د برید لپاره کمین نیولی و او د درندو وسلو او چاودیدونکو توکو په وسیله یې د اشغالګرو پر پوځي موټرونو او عسکرو برید وکړ.
تر اوسه د اشغالګر پوځ رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځايي سرچینې د ګڼو عسکرو د وژل کېدو او ټپي کېدو پخلی کوي.
فلسطیني مقاومت ټینګار کړی، چې بریدونه به یې د غزې اشغال تر ختمېدو پورې دوام لري.


















