اقتصادي معاونیت: د هېواد د اوړو ۶۰٪ اړتیا کورني تولید پوره کوي؛ ۲۰۰ کارخانې په فعالیت بوختې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، اوس مهال د افغانستان د اوړو لاندې اړتيا شاوخوا ۶۰ سلنه د هېواد په داخل کې تولیدېږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغانستان هر کال شاوخوا ۶ ميليون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۳.۵ ميليون ټنه په کور دننه تولیدېږي.

سرچینه وايي، دا مهال په ټول هېواد کې د ۱۵۰ ميليون ډالرو په ارزښت د اوړو ۲۰۰ تولیدي کارخانې فعالې دي، چې له لارې یې څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button