کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د صهیونیستي پوځ د ځانګرو ځواکونو یو لوړ پوړی قوماندان مقاومت ځواکونو سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.
د اسرائیلي رسنیو په وینا، دغه قوماندان د پوځ له هغو ځانګړو واحدونو سره تړاو درلود، چې په وروستیو ورځو کې د غزې په بیلابیلو سیمو کې د سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د فلسطیني مقاومت د بریدونو له امله د صهیونیستي ترهګر پوځ ګڼ سرتېري او افسران وژل شوي او ګڼ شمېر یې ټپیان شوي دي.


















