د لبنان مفتي: د صهیونیستانو پر وړاندې د حزب الله بې وسلې کول ستره تېروتنه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د لبنان لوی مفتي “شیخ احمد قبلان” د ولسمشر جوزف عون په نوم په یو پیغام کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د فتنو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي، هېڅ عاقل انسان داسې پرېکړه نه کوي چې د لیوانانو پر وړاندې خپل دفاعي ځواک له منځه یوسي.

شیخ قبلان زیاته کړې، چې د هېواد د امنیت او ثبات لپاره د حزب الله مقاومتي ځواکونو ساتنه یوه ملي اړتیا ده او د هر ډول بهرني فشار په وړاندې باید کلک دریځ ونیول شي.

د ویلو ده، چې نوموړي خبرداری ورکړی، چې که د حزب الله د بې وسلې کولو هڅه وشي ښایي هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي ځکه حزب الله غورځنګ به هېڅکله خپلې وسلې داسې ادارې ته ونه سپاري چې د امریکا او صهیونیستي ريژیم پرېکړې عملي کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button