حماس: د غزې د اوسېدونکو جبري بې‌ځایه کول د نسل‌وژنې نوی پړاو دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ د صهیونیستي ترهګر رژیم له لوري د غزې ښار د اوسېدونکو د جبري بې‌ځایه کولو پلان د زرګونو فلسطینیانو پر وړاندې د نسل‌وژنې او بې‌کوره کولو نوی پړاو بللی دی.

حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بشردوستۍ تر نامه لاندې د غزې ښار اوسېدونکي سویل ته لېږدول ښکاره دوکه ده او دا اقدام یوازې د اشغالګرو ځواکونو د جنایتونو د پټولو په موخه ترسره کېږي.

یادې څرګندونې په داسې حال کېږي، چې صهیونیستي اشغالګر رژیم تېره اوونۍ د غزې ښار د اوسېدونکو د سویل پر لور د بې‌ځایه کولو پلان اعلان کړی و، چې په نړیواله کچه له سختې غندنې سره مخ شو. د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې وه، چې ملکي وګړي به خوندي سیمو ته انتقال شي؛ خو اوس همدغه سیمې د پرله‌پسې بمبار هدف ګرځېدلې دي.

د راپورونو له مخې، د غزې له ۲.۴ میلیونه نفوسه تر ۹۰ سلنه فلسطینیان بې‌ځایه شوي او ډېری یې له سختې لوږې سره مخ دي. د غزې د روغتیا وزارت ویلي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی دی، چې له دې سره د کلابندۍ او تحمیل شوې لوږې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵۸ ته لوړ شوی، چې ۱۱۰ یې ماشومان دي.

د ویلو ده، چې پرون یکشنبه هم د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۳۸ تنه یې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي. له ۲۰۲۳م د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې د صهیونیستي ريژیم د هوایي بریدونو له امله د شهیدانو شمېر نږدې ۶۲ زره ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button