کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نویو شمېرو له مخې، په روان کال کې د چنګاښ پر میاشت د هېواد صادرات د تېرو میاشتو پرتله نږدې ۴۰ سلنه زیات شوي او ټولټال یې ارزښت ۱۰۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې په همدې میاشت کې هېواد ته د یو میلیارد او ۱۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
یادې ادارې ویلي، چې د دغو صادراتو ډېره برخه پاکستان، هند او تاجکستان ته لېږل شوې، په داسې حال کې چې واردات بیا له ایران، چین او پاکستان څخه ترسره شوي دي.
له بلې خوا د کندهار سیمه ییزو مسوولینو ويلي، چې له دغه ولایت څخه د انځرو صادرات په رسمي توګه پيل شوي دي.
د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي چې د یوه ملي سوداګر له خوا د ۱۰۰ ټنه انځرو لومړۍ جوپه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته لېږل شوې او د کندهار انځر په عربي هېوادونو کې د ځانګړي خوند له امله زیات شهرت لري.
















