نن د زمري ۲۸مه؛ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
نن سې شنبه د زمري ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده، چې په ټول هېواد کې افغانان دا ورځ په خوشحالۍ سره لمانځي.
دا ورځ هغه مهال د ملي ورځې په توګه وټاکل شوه، چې شاه غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګریزانو استعماري واک پای ته ورساوه او افغانستان یې د خپلواکۍ نوې مرحلې ته داخل کړ.
د معلوماتو له مخې، غازي امان الله خان د زمري په ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ چې له هماغه وخت څخه تر نن پورې دغه ورځ د هېوادوالو له لوري په ځانګړو مراسمو او ویاړ نمانځنو سره لمانځل کېږي.
د هېواد د تاریخ پوهانو په وینا، د خپلواکۍ اعلان نه یوازې افغانانو ته ارزښتناک و، بلکې د سیمې له ګڼ شمېر هېوادونو سره یې د ازادۍ جګړو لپاره الهامي رول ادا کړ.
سږ کال هم، سره له دې چې اسلامي امارت دغه ورځ رسمي رخصتي اعلان کړې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يې خلک په خوښۍ سره لمانځي.


