حماس: موږ د منځګړو غوښتنه پر ځای کړه که د اسرائیلو ځواب منفي وي جګړې ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړپوړي چارواکي اعلان کړی، چې دوی د منځګړو له لوري وړاندې شوې طرحه منلې ده؛ خو که اسرائیلي لوری منفي ځواب ورکړي نو د مقاومت جګړه به په پوره شدت سره دوام روانه وي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام وېب پاڼې ته وویل: اسلامي مقاومت د بشري مرستو د داخلېدو، د بندیانو د تبادلې او د یرغلګرو ځواکونو د شاتګ غوښتنې منلې دي؛.خو وروستی پرېکړه د اسرائیلي لوري په لاس کې ده.

بدران زیاته کړه: “موږ د منځګړو غوښتنه پر ځای کړه، که د اسرائیلو دریځ منفي وي، د جګړې ډګر به لا سخت او پراخ شي.”

یاده دې وي چې په وروستیو ورځو کې د مصر، قطر او نورو منځګړو هېوادونو هڅې زیاتې شوې دي تر څو په غزه کې روانه جګړه د اوربند له لارې پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button