افغان کډوال کولای شي پرته له دې چې خیبر پښتونخوا کې د کمیشنرۍ دفترونو ته مراجعه وکړي، خپل هېواد ته راستانه شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره د وروستۍ ناستې په پایله کې پرېکړه شوې، چې افغان کډوال به له نن (چهارشنبه، د اګسټ ۲۰، ۲۰۲۵) څخه پرته له دې چې په خیبر پښتونخوا کې د یادې ادارې دفترونو ته مراجعه وکړي، هېواد ته راستانه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د خیبر پښتونخوا د بېرته ستنېدنې مرکزونو کې د کډوالو د غوښتنو د زیاتوالي له امله شوې، څو د ستنېدنې بهیر اسانه او چټک شي.

کډوالو عالي کمیشنرۍ ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به ټولو راستنېدونکو کډوالو ته پرته له توپیره یو شان ټاکل شوې مرستې ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button