کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې کتائب القسام اعلان کړی، چې د غزې په شمال کې یې د صهیونیستي پوځ څلور شوبلې په نښه او ویجاړې کړي دي.
د دغه غورځنګ د اعلامیې له مخې، د شوبلو د ویجاړولو لپاره له چاودیدونکو توکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی، چې په پایله کې یې اشغالګرو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
القسام زیاتوي، چې د مقاومت جنګیالي به د صهیونیستي یرغل پر وړاندې خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي او ادعا یې کړی، چې هره ورځ د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې دوښمن ته درانه تلفات اړوي.
















