کتائب القسام: رفح کې مو د دښمن د قوماندې مرکز او وسایط په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې کتائب القسام اعلان کړی، چې ځواکونو یې د صهیونیستي د پوځ یو د قوماندې مرکز، د هغوی د سرتېرو یو ټولی او پوځي وسایط د رفح په جنوب لوېدیځه سیمه کې په نښه کړي دي.

القسام زیاتوي چې برید د «رجوم» لنډ واټنه توغندیو په وسیله ترسره شوی او هدف یې د دښمن د عملیاتو مرکزونه او د پوځ تحرکات ګډوډول دي.

د القسام د اعلامیې له مخې، دغه ډول بریدونه د صهیونیستي پوځ په لیکو کې ګډوډي رامنځته کوي او هغوی اړ باسي چې په ځینو سیمو کې له مخکې نیولو شویو پوستو څخه شاتګ وکړي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د رفح په جنوب کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي ترمنځ ترمنځ سختې نښتې روانې دي او د القسام په وینا دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button