کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالمالک بدرالدین حوثي” د اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي:
«موږ ټول اُمت ته وایو، چې موږ پر تاسو حجت یو، تاسو پر موږ حجت نه لرئ. خدای به هغه څوک ونه بښي، چې سستي کوي، او غزه یې یواځې پریښې ده. الله موږ ته بس دی او هغه ښه پرېکړه کونکی ده.»
حوثي ټینګار کړی، چې د غزې دفاع یوازې د فلسطینیانو مسؤلیت نه دی، بلکې د ټول اسلامي امت ګډ مسؤلیت ګڼل کېږي، او بې غوره پاتې کېدل به د لوی مسؤلیت په توګه حسابېږي.
د ویلو ده، چې نوموړی دغه وینا وړاندې ثبت کړې وه او تېره شپه د مقاومت اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې او د انصارالله اسلامي غورځنګ اړوند ایکس پاڼو څخه خپره شوه.
















