په کابل کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې ستره فابریکه جوړیږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

په کابل کې د کټوازي ګروپ له لوري د اوسپنې د ویلي کولو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د یادې فابریکې د جوړولو لپاره ۲۰ میلیونه ډالر لګښت برابریږي او تمه ده چې د یو کال په موده کې بشپړه شي او د تولید پیل لپاره چمتو شي.

سرچینې زیاتوي، دغه فابریکه به هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ټنه سیخ‌ګول تولید کړي او په مستقیم او غیرمستقیم ډول به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button