جمعه, اپریل 10, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د بریا تر تم ځایه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 22, 2025
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
10
ځلې شریک شوی
120
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: محمد “خبیب”

 بر يا: هغه څو ټکي چې انسان ته د معنوي ارزښتونو وړتیا ورپه برخه کوي، هغه چې په یاد سره یې انسان خپل منزل ته د رسېدو لازیار او کوښښ په پام کې اچوي، هغه چې تر ورسېدلو مخکې انسان د خیالونو او هڅوونکو فکرونو باب ته داخلوي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

 *بریا* هغه تم ځای چې ډېر خلک د ور رسېدلو کوښښ کوي؛ خو ځیني

ورورسیږي او ځیني نور بیا ترې پاته شي.

خو دا چې بریا ته څوک کولای شي ورسیږي په لاندې څوکرښو کې یې

تاسو سره مل شریکوم:

 1. له الله تعالی نه د مرستې غوښتنه:

– هرکله چې موږ او تاسو کوم کار پیلوو نو په لومړي سر کې به له الله تعالی څخه د مرستې غوښتنه کوو؛ ځکه که موږ سره کوم کار کې د الله تعالی مرسته نه وي ناشونې ده چې موږ دې هغه کار ته د پای ټکی کېږدو.

– همدارنګه که د بریا په لور قدم ږدو لومړی به له الله (جل جلاله) نه مرسته غواړو بیا به د بریا په لور د الله تعالی په مرسته روانیږو.

 2. هدف ټاکل:

– کله چې موږ د بریا په لور قدم ږدو نو د بریاليتوب لپاره به لومړی داسې هدف ټاکو چې د دنیا او اخرت ګټې پکې نغښتې وي.

– ترټولو لومړی هدف به مو د الله (جل جلاله) د رضاء ترلاسه کول وي، او بیا به د همدې هدف د تحقق لپاره په هرڅه کې د اسلام د اوامرو او نواهیوو تطبیق او تعمیل وي.

– خلاصه داچې که د هر کار پیل کوو نو دا هدف به یې تر څنګ وي بیا تردې وروسته دویمه ټاکنه ستاسو ده.

3. د هدف ترلاسه کولو لپاره پلان جوړول:

– د هدف ترلاسه کولو لپاره پلان جوړونه یو له هغو مهمو ټکو څخه ده چې په عملي کولو سره یې زموږ کړنو ته د نظم او ښکلا جامه ور اغوندي؛ نه یوازې دا بلکې مخکې تردې چې موږ خپل اهداف ترلاسه کوړو موږ ته د اهدافو پایله راترسترګو کوي.

– همدارنګه کله چې موږ د بریا په لور قدم ږدو او بیا د بریالیتوب لپاره ښه هدف ټاکو نو اړینه ده چې د هدف ترلاسه کولو لپاره به ښه پلان جوړوو ترڅو وکوالی شو چې خپل هدف په منظمې او ښې طریقې سره ترلاسه کړای شو.

 4. پرلپسې کوښښ:

– بریا ته د رسېدو لپاره یو مهم او اساسي ټکی هغه پرلپسې زیار او کوښښ ده.

– ډېرکله به داسې وشي چې یو څوک بریا ته د رسېدو لاره کې له ډېرو خنډونو سره مخ شي، کله به یې دېر کوښښ کړی وي؛ خو بیا هم خپل هدف ته نه وي رسېدلی، نو دا پایله باید زیار ته د پای ټکی نه! بلکې د لاهڅونې یو غوره سمبول وي.

– حتی که تېرو تاریخونو ته هم ځير شو په هغو کې به هم د داسې کسانو شتون نه وي چې بغیر د زیار او کوښښ نه بریا ته رسېدلي وي.

– همدارنګه که موږ هم غواړو چې بریالي شو هېڅ کله به هم د زیار او کوښښ لمن پرې نۀ ږدو.

5. له مایوسۍ څخه ډډه کول:

– له مایوسۍ سره انسان هره شېبه نه مخ کیږي بلکې کله کله او د یوه خاص لامل له امله مخ کیږي.

– کله به یو څوک خپل هدف ته نۀ وي متوجه شوی،

څوک به ورپسې خاندي،

څوک به یې په غیاب کې خبرې کوي،

څوک به یې رټي.

– همداسې له نورو ډېرو خنډونو سره مخ کیږي؛ خو دا کړنې به هغه ته د مایوسۍ سبب نه؛ بلکې د لاپرمختګ په لور د هڅونې سبب وي.

– دې برخه کې زموږ لارښود حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) ډېرې لارښونې راپه ګوته کړي، مشرکینو به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ډېرې سپکې سپورې ویلې، په کاڼو به یې ویشته، آن تردې چې پیزار مبارک به یې له وینو ډکې شو، کله به یې د سجدې په حالت کې د هغه (صلى الله عليه وسلم) په څټ مبارک له چټلیو ډک لری اچوه، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به داسې حالت ته ورسېد چې که نور څوک له داسې کړنو سره مخ شي نو خامخا به مایوسه کیږي؛ خو بیا هم رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دوی ته له الله (جل جلاله) څخه د هدایت غوښتنه کوله او ویل به یې: یا الله! دا جاهل قوم ده، نه پوهیږي، ته ورته هدایت وکړې.

– رسول الله صلى الله عليه وسلم به مایوسه کېده نه؛ بلکې خپل قوم ته به یې له الله تعالی څخه د هدایت غوښتنه کوله.

– موږ هم باید د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په پل قدم کېږدو او د ناوړه کړنو په مقابل کې له صبر او استقامت څخه کار واخلو او خپلو اهدافو ته متوجه شو.

– دا هغه پنځه صفات دي چې که څوک یې د عملي کولو په هڅه کې شي کولای شي چې د بریا تر تم ځایه ورسیږي او بریالی شي.

– په آخر کې له الله تعالی څخه ټولو مسلمانانو ته، بیا هغو ته چې د اسلام او مسلمانانو د برم او عزت د راګرزولو، د یوه واحد او پرمختللي اسلامي امت او د اسلامي نظام جوړولو لپاره لالهانده هڅې کوي د بریا غوښتونکی یم.

 

 

 

 

 

 

مخکینې مطلب

عبدالملک حوثي: څوک چې غزه یوازې پرېږدي خدای به یې ونه بښي

بل مطلب

په اسرائیلو د یمن بریدونه؛ بن ګورین هوايي ډګر تړل شوی او زرګونه صهیونیستان پټنځایونو ته تښتېدلي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ګوتریش: پر لبنان بریدونه سیمه کې د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

تېره ورځ ۵۴۴ کورنۍ افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ننګرهار : د راستنېدونکو کډوالو لارۍ چپه کیدو پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳۵ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د امریکا-ایران اوربند باید بشپړ عملي شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

لبنان د صهیونیستي اشغالګرو بریدونو کې د سلګونو شهیدانو په یاد یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

حمدالله فطرت: وروستیو سېلابونو ۱۴۸ کسان شهيدان کړي او پراخ مالي زیانونه يې اړولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ټرمپ د عزل لپاره دیموکراتانو ۱۳ مادیزه پلان وړاندې کړ

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ولسمشر اردوغان: د امریکا-ایران اوربند باید بشپړ عملي شي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

ګوتریش: پر لبنان بریدونه سیمه کې د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي

تېره ورځ ۵۴۴ کورنۍ افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

ننګرهار : د راستنېدونکو کډوالو لارۍ چپه کیدو پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳۵ ټپیان دي

ولسمشر اردوغان: د امریکا-ایران اوربند باید بشپړ عملي شي

د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

لبنان د صهیونیستي اشغالګرو بریدونو کې د سلګونو شهیدانو په یاد یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com