کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمني ځواکونو له لوري پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو له امله د اسرائیلو په مرکزي سیمو کې بیړني حالت اعلان شوی دی.
رپوټونه وایي چې د بریدونو له امله د تلابیب بن ګورین نړیوال هوايي ډګر تړل شوی او الوتنې ځنډېدلي دي.
سرچینې زیاتوي چې د بریدونو له امله ګڼو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي او زرګونه صهیونیستان پټنځایونو ته تښتېدلي دي.
یمني چارواکو ویلي چې دغه عملیات به د اسرائیلي یرغل او د غزې پر ولس د بمباریو تر ختمېدو پورې روان وي.
د اسرائیلي پوځ له لوري په دې اړه تر اوسه رسمي تبصره نه ده شوې.


















