کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځینو غړو اندېښنې بې اساسه بللي، چې ګواکې په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري.
مجاهد په یوه څرګندونه کې ویلي، چې د دې ډول ادعاوو د ثابتولو لپاره هېڅ شواهد وجود نه لري او ټینګار يې کړی: “موږ دغه بې دلیله ادعاوې ردوو او له هغو جهتونو غوښتنه کوو چې د افغانستان د بې ثباته ښودلو هڅې نه کوي.”
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، بې له کوم دلیل څخه د اندېښنو راپورته کول د هېچا په ګټه نه دي، او پر ځای یې باید د افغانستان اوسنی امنیت او پرمختګ د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ فرصت وبلل شي.


















