خان یونس کې څلور صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د غزې په خان یونس سیمه کې د مقاومت ځواکونو پر اسرائیلي پوځیانو برید کړی چې له امله یې څلور صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.

سرچینې وايي، برید هغه مهال ترسره شو چې صهیونیستي پوځیانو سیمه کې د پلټنې عملیات کول. مقاومت ځواکونو ویلي، چې دغه عملیات یې د اشغالګرو پر ضد د غچ اخیستنې په لړ کې ترسره کړي دي.

اسرائیلي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د تلفاتو په اړه تبصره نه ده کړې؛.خو ځینو اسرائیلي رسنیو د عسکرو د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button