په بدخشان کې د اوبو لګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۸۰ زره جریبه ځمکه به خړوبه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په دشت فراخ سیمه کې د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو لګولو یو کانال په بشپړېدو سره د ګټې اخیستنې لپاره پرانېستل شو، چې له مخې به یې ۸۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لاندې او خړوبه شي.

د بهارک ولسوال مولوي عبدالتواب ویلي، دغه کانال د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته جوړ شوی او د وردوج ولسوالۍ له سیند څخه خړوبېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دشت فراخ د اوبو د کموالي ستونزه هواره او د ۱۰ زرو کورنیو کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه برابره شي.

د چارواکو په وینا، د اوبو لګولو دغه کانال به د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د فقر کميدو کې مرسته وکړي.

د سیمې اوسېدونکي هم له دې پروژې خوښي ښيي او دا یې د زراعت د پیاوړتیا او د دوامدارې ودې لپاره مهم ګام بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button