اسلام او ترافيکي اصول

قرآن او احاديث نبويه د انسان د تګ په اړه لارښوونې کړې دي چې په هغه کې يوداده چې په تکبر او غرور سره تګ مه کوئ . الله تعالی فرمایي:

*وَلَا تَمْشِ فِي الْاَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ* *لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ* *الْجِبَالَ طُوْلًا* (الإسراء: ۳۷)
په ځمکه کښي وياړلى (په تکبُر سره) مه ځه، ته نه ځمکه څيرولای شې، نه د غرونو هسكوالى ته رسېدلای شې.

او په بل ځای کې د رحمن د بندګانو د خویونو په بیان کې فرمایي:
[سُوۡرَةُ الفُرقان : 63]

*وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُونَ قَالُوا سَلٰمًا*

د الرحمان اصلي بندګان هغه څوک دي چي پر ځمکه باندي په ورو (په عاجزي) ځي او كه جاهلان یې مخي ته راشي، نو ورته وايي: “تاسي ته سلام.”

نو د ځمکې پر سر په تکبر او غرور ګرځېدل څه معنا لري؟ یوه ښکاره بڼه یې دا ده چې سینه پړسولې وي او غاړه د غرور له امله کلکه شوې وي؛ خو خبره یوازې همدا نه ده. بلکې هر ډول تګ او حرکت چې پکې د خپلې لوړې مرتبې او ځان‌ستاینې څرګندونه وي او د نورو سپکاوی پکې محسوس شي، د همدې رباني لارښوونې مصداق دی.

که ته په موټر سپور یې او دا نه زغمی چې د بل موټر له تا وړاندې لاړ شي، بې‌ځایه هڅې کوې چې هغه شاته پرېږدې او پخپله مخکې شې، د دې لپاره نامناسبې لارې غوره کوې، پرله‌پسې هارن وهي او بل څوک ګډوډوې، نو دا هم د تکبر په تګ کې راځي.

خو د تواضع تګ دا دی چې ته خپله رفتار معتدل وساتې، څوک چې له تا مخکې روان دی پرېږده چې مخکې پاتې شي. که بل چا موټر ستا شاته وي خو د هغه رفتار له تا تېز وي او په لاره کې یې زمینه شته چې مخکې لاړ شي، نو دا د خپل انا او ځان‌غوښتنې مسئله مه ګرځوه، بل ورور ته اجازه ورکړه چې مخکې شي. دا د تواضع تګ دی، او د قرآن په ژبه کې ورته “مشي هون” ویل کېږي.( جاري)
پيغام له نوروسره شریک کړئ ترڅودانسانانوژوند وژغورل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button