د اسرائیلي ورځپاڼې اعتراف؛ د یمني توغنديو شنډولو کې دفاعي سیستم پاتې راغلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي ورځپاڼې “یدیعوت احرونوت” ویلي، چې د اسرائیلو دفاعي سیستم د یمني ځواکونو د وروستیو توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي د یمن له لوري په «اسرائیلو» پر مختللي هايپر سونیک توغندي توغول یو ناڅاپي ګام و ځکه چې تر دې وړاندې یې دغه ډول توغندي نه وو کارولي.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي هېڅ تضمین نشته چې پر یمن د «اسرائیلو» د تېرې ورځې بریدونه به د یمن توغندیز بریدونه ودروي.

د یادونې وړ ده چې د یمني ځواکونو له لوري د نوي ډول توغندیو کارول د صهیونيستي رژیم لپاره ستره ننګونه ګڼل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button