بلخ او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

په بدخشان او بلخ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامگار وایي، تېره ورځ د کوهستان ولسوالۍ په پل شوپای سیمه د یو موټر د چپه کیدو له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون درې تنه مړه شوي او څلور نورو ټپيان شوي دي.

بل خوا، د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق وایي، چې په بلخ ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

یاده دې وي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونو ته لېږدول شوي دي.

داسې په داسې حال کې ده، چې مسؤولین د ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت بولي او له هغوی غواړي چې د موټر چلونې پر مهال د خلکو ژوند او ترافیکي اصولو ته پام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button