کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د صهیونیستي اشغالګر پوځ یوه مرکاوا ټانک د پیاوړي ځمکني بم په وسیله الوزولی دی.
د اعلامیې له مخې برید د “حي الزيتون” جنوبي برخه کې ترسره شوی دی. القسام وایي، د ټانک دننه سخت چاودنه شوې چې له امله یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې زیاتوي، چې له چاودنې وروسته د صهیونیستي ځواکونو د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي چې دا د ټانک د بشپړ تخریب او د عملې د وژل کېدو نښه بلل کېږي.
د القسام د معلوماتو له مخې د مرکاوا ټانکونه د اسرائیلي پوځ تر ټولو پرمختللي وسایط دي او الوزول یې دښمن ته دروند ګوزار ګڼل کېږي.