امریکا کې د وسله والې نښتې پر مهال درې پولیس افسران وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، په امریکا کې د پنسیلوانیا ایالت په یورک ښار کې د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې درې پولیس افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

رویترز لیکلي، دغه پېښه پرون د «کودروس» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پولیس د کورني شخړې اړوند یوې قضيې څېړلو لپاره سیمې ته ورغلي وو او د یوه وسله‌وال برید هدف ګرځېدلي دي.

د سرچینو په وینا، په نښته کې یاد وسله‌وال کس هم وژل شوی دی. چارواکي وایي، پېښه اوس تر څېړنې لاندې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button