کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ۲۰۲۵ کال د شل اوریزو اسیا جام په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي. دا لوبه به د افغانستان په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې په ابوظبي کې پیل شي.
دغه سیالي د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه که ملي لوبډله بریا خپله کړي نو بل پړاو ته یې تګ یقیني کېږي، خو د ماتې په صورت کې ښایي له سیالیو پاتې شي.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه، خو په دویمه سیالي کې د بنګله دېش پر وړاندې پاتې راغلی.
د اسیا جام سیالۍ د سپتمبر په ۹مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.