کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، هغه دوه برتانوي اتباع چې د افغانستان قوانین یې تر پښو لاندې کړي وو، له قضایي پروسې وروسته نن خوشې او د خپل هېواد استازو ته وسپارل شول.
فطرت ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د اتباعو مسئلې له سیاسي یا معاملوي اړخه نه سنجوي، بلکې غواړي چې د ټولو هېوادونو اتباعو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کول د سیاسي ملاحظاتو پرته تضمین شي.
نوموړي زیاته کړه چې افغانانو ته هم باید په هر ځای کې د کونسلي خدماتو زمینه برابره شي.
د اسلامي امارت ویاند د قطر د منځګړیتوب او همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه دوه برتانوي اتباع د همدې هڅو په نتیجه کې د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لنډزي ته وسپارل شول.