ذبيح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستۍ څرګندونې ناسمې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما پر ښځینه کارکوونکو بندیز په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې غندلي او له نوموړي یې غوښتي چې د خپلو خبرو او الفاظو مانا ته دې متوجه وي او بې سنجشه توري دې نه کاروي.

ښاغلي مجاهد ویلي، افغانستان کې د ښځو او نارینه وو په اړه قوانین او لارښوونې د اسلامي شریعت پر بنسټ دي، او که څوک اسلامي مالومات نه لري، نو د نورو تورنولو پر ځای دې خپل مالومات بشپړ کړي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو پر کار د اسلامي امارت بندیز غندلی و او هغه يوه ناسمه پرېکړه بللې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button