په افغانستان کې د سرب او جست د پروسس فابریکه جوړیږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

د کانونو او پترولیم وزارت د «کابل لمر» له شرکت سره د سرب او جست د پروسس فابریکې د جوړولو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

د وزارت په وینا، دغه فابریکه به په درې پړاوونو کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړیږي.

یادې فابریکې د تولید ورځنی ظرفیت تر ۵۰۰۰ ټنه رسېږي او د اړتیا وړ برېښنا لپاره به ځانګړې حرارتي دستګاه جوړه شي.

شرکت وايي، د فابریکې د فعالیت د دوام لپاره به د خامو موادو په برابرولو کې د زغال‌سنگ پر یوه کان هم پانګونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button