کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلو د مالیې وزیر بیزلیل سموتریچ غزه د “عاید ورکوونکې ځمکې/ملکیت” په نوم یاده کړې او ویلي یې دي چې د دې سیمې د ویش پر سر له امریکا سره خبرې روانې دي.
نوموړي په تلابیب کې یوې ناستې ته ویلي، چې دواړو هېوادونو د جګړې په لګښت کې ډېرې پیسې مصرف کړې او اوس باید د غزې له ځمکې د عایداتو په وېش کې هم برخه ولري.
سموتریچ زیاته کړې، د غزې د “ويجاړولو پړاو” بشپړ شوی چې دا د ښار د نوې پراختیا یا بیا رغونې لومړۍ مرحله ده، او اوس د ودانولو وخت رارسېدلی دی.
د ده څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر هم د غزې ښار کې د اسرائیلي پولیسو لپاره د نوې استوګنې د جوړولو پلان اعلان کړی و.
د امریکا یوه چارواکي “سي اين اين” ته ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پخوا داسې طرحې وړاندې کړې دي چې د غزې د بیا رغونې لپاره کارېدلی شي، خو شرط یې دا دی چې حماس وسله کېږدي او واک پرېږدي.
دا ډول څرګندونې د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شوې او ډېری نړيوال یې د فلسطینیانو د جبري بېځایه کولو او “نسل وژنې” په نوم یادوي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې د مقاومت ډلې، شهید عزالدین القسّام لوا، د اسرائیلي ځواکونو او سیاسي مشرانو پر وړاندې د خپلو تازه ګواښونو له لارې د سیمې د امنیت وضعیت بیا له تنګۍ سره مخ کړی دی.
القسّام ادعا کوي چې دوی د استشهادیانو یو لښکر، زرهاوو کمینونه او انفجاري توکي چمتو کړي او خپلو مجاهدینو ته یې روزنه ورکړې چې د اسرائیلي عسکرو پر وړاندې ځانګړي بریدونه ترسره کړي.
دغه ګواښونه د روانې جګړې شدت او د دواړو خواوو د مړو او اسیرانو د شمېر د زیاتېدو احتمال ته اشاره کوي او ښيي چې القسّام جګړه د جهاد په توګه ګڼي، چې پایله یې یا فتحه او یا شهادت وي.