القسّام لوا: د استشهادي لښکر او زرهاوو کمینونو سره جګړې ته چمتو — غزه به د اسرائیلي عسکرو هدیره وي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۴ل)

د شهید عزالدین القسّام لوا په تازه اعلامیه کې د اسرائیلي پوځ او سیاسي مشرانو پر وړاندې سخت ګواښونه کړي دي.

القسام ویلي چې غزه به د اسرائیلي ځواکونو لپاره اسانه میدان نه وي او هغوی ته د استشهادیانو یو لښکر، زرهاوو کمینونه او ګڼ انفجاري توکي چمتو شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیلي عسکرو ارواوې به جهنم ته واستول شي او جګړه به د هغوی د مړو او اسیرانو شمېر نور هم زیات کړي.

د القسّام په وینا، مجاهدینو ته روزنه ورکړل شوې څو بمونه د دښمن په منځ کې ځای پر ځای کړي او د دښمن اشغالګر عسکر ځانګړي هدفونه وګرځوي.

القسّام ادعا کړې چې د اسرائیلي عسکرو نیول شوي کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې ویشل شوي دي او خبرداری یې ورکړی چې د هغوی ژوند ته به هېڅ پام ونه کړي تر څو چې نتنياهو خپله د هغوی د وژلو پرېکړه ونه کړي.

اعلامیه په دې ټکو پای ته رسېدلې چې دا جګړه د جهاد ده: یا به فتحه وي او یا شهادت.

مربوطه مطالب

Back to top button