پاکستان او سعودي ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز سره د ليدنې په ترڅ کې دواړو هېوادونو «ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.

د تړون له مخې، پر یو هېواد هر ډول حمله پر بل هېواد برید ګڼل کېږي او دواړه اړخونه به ګډه دفاع کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د اوږدې ملګرتیا پر پراختیا او سیمه‌ییز امنیت ټینګار کړی دی.

شنونکي وایي، دغه تړون یوازې یوه عادي معاهده نه ده، بلکې په منځني ختیځ کې د ځواک د توازن په ډګر کې د بدلون پیغام لري.

د پاکستان اټومي وړتیاوې او د سعودي اقتصادي ځواک يو کېدل داسې ځواک رامنځته کوي، چې د سیمې د امنیتي او سیاسي نقشې په بدلون کې مهم رول لوبولی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button