کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وږی ۱۴۰۴):
د برېتانیې چارواکو اسراییلي استازي د لندن د نړیوال وسلو نندارتون (DSEI) کې له ګډون کولو منع کړي دي.
د پوليتيکو ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پرېکړه د غزې په تړاو د اسراییلو د پوځي اقداماتو له امله شوې ده.
د نندارتون یوه ویاند ویلي، د اسراییلو د حکومت د پوځي بریدونو پرېکړه ناسمه وه، او له همدې کبله هېڅ اسراییلي دولتي پلاوي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
سرچینو زیاته کړې، لندن تلابیب ته خبرداری ورکړی چې بندیز هغه وخت لېرې کېدای شي چې اسراییل د نړیوال بشري قانون د درناوي څرګندې نښې وښيي.
دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د اګست په ۲۱مه د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پوځ د هغو پلانونو پخلی وکړ چې له مخې یې باید د غزې ښار ونیول شي او حماس ته وروستی ګذار ورکړل شي.

















