کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وږی ۱۴۰۴):
د انصار الله د سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ویلي، د اسراییلي پوځ بریدونه ناکام دي او پاتې به هم ناکام پاتې شي، ځکه د یمن د اوږده واټن میزایل به اسراییلو ته اړین درس ورکړي.
المشاط نتنياهو ته خبرداری ورکړی چې د یمن د خلکو سره یې جګړه ناسمه ده او د اسراییلو پلانونه د یمن د مقاومت له خوا له منځه تللي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د اسراییلو بریدونه به حتی د یمن د کوچنیانو پر سر هم لږ اغېز ونه کړي.
هغه د سیمې د ټولو خلکو څخه غوښتنه کړې چې د اسراییلو پر وړاندې خپل ځواکونه یو کړي، څو د سیمې ستونزه او د هغه په وینا «سرطاني غده» له منځه لاړه شي.

















