کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وږی، ۱۴۰۴ل)
حزب الله اسلامي غورځنګ د لبنان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که د دوی د وسلو اخیستلو هڅه وکړي، نو سخت به پښیمانه شي.
یادې ډلې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوی وسلې د مقاومت د ځواک، عزت او خپلواکۍ نښه ده، او هېڅ فشار یا پروژه به ونه شي کولای چې دوی له دې وسلو لاس اخیستلو ته اړ کړي.
حزب الله ټینګار کړی چې هره هغه هڅه چې د مقاومت ځواک کمزوری کوي، نه یوازې د حزب الله پر ضد اقدام دی، بلکې د لبنان او سیمې امنیت ته لوی ګواښ ګڼل کېږي.
دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي او امنیتي ستونزو کچه ورځ تر بلې لوړېږي او د مقاومت محور پر ضد سیاسي او استخباراتي هڅو زور اخیستی دی.

















