ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

بېنېټ د افغان کډوالو په دوامدار ایستلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد باید د نړۍوالو قانوني مکلفیتونو درناوی وکړي.

هغه ویلي، اړینه ده چې د افغانانو ملاتړي هېوادونه د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره بېلابېلې لارې او فرصتونه برابر کړي.

په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران، زرګونه افغان کډوال له خپلو هېوادونو جبري ایستلي دي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button