کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
يمني ځواکونو د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې توغندیز ځواک يې د اشغال شوي فلسطین د یافا په سیمه کې پر «اللد» هوایي ډګر د بالستیک توغندي په وسیله مهم برید ترسره کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د «فلسطین-۲» په نوم هایپرسانیک توغندي په کارولو ترسره شوي، چې د الله په فضل یې خپل هدف په بریالیتوب سره ویشتلی دی. د دې برید په پایله کې میلیونونه صهيونيستيان د پټنځایونو پر لور تښتېدلي او د هوايي ډګر فعالیتونه درېدلي دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا برید د فلسطیني ولس د مظلومیت او د غزې پر خلکو د روانې محاصرې او نسل وژنې د جرمونو په غبرګون کې ترسره شوی دی. خبرپاڼه کې ټينګار شوي چې د اسلامي نړۍ ستر دیني، انساني او اخلاقي مسؤولیت دی چې غزه کې د لوږې پای ته رسولو، محاصرې ماتولو او د یرغل بندولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
اعلامیه په دې ټکو پای ته رسېدلې: “له غزې سره تر هغه یو چې محاصره پای ته ورسېږي او یرغل ودریږي. الله موږ ته بس دی، هغه تر ټولو ښه مل او مرسته کوونکی دی.”
بايد وويل شي چې پر غزه د اسراییلي اشغالګرو د وحشت له پيل راهيسي د یمن انصار الله د فلسطيني ملت د ملاتړ په موخه په پراخه کچه صهيونيستي اهداف په نښه کړي او لا هم په خپل دريځ کلک ولاړ دي.

















