کابل ټکی کام (شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
ترکیې اعلان کړی چې له اسرائیلو سره یې خپل رسمي اړیکې پرې کړي او د دغه هېواد الوتکو ته یې د خپل هوايي حریم کارول بند کړي دي.
دغه پرېکړه د غزې د جګړې پر مهال د فلسطینیانو د عام وژنې پر وړاندې د انقرې د دریځ څرګندونه کوي.
دغه راز ترکي پارلمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې له اسرائیل سره خپلې اړیکې پرې کړي او تر هغه وخته پورې چې په غزه کې نسلوژنه نه وي ختمه شوې، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د اسرائیل غړیتوب دې هم وځنډول شي.
سرچینې زیاتوي، تمه ده چې ټولود هېوادونه په ورته اقدام لاس پورې کړي څو د غزې د روان نسلوژنې او د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي وحشت مخالفت په ډاګه کړي.

















