کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
د غزې په حي الزیتون سیمه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو له لوري د کمين په ترڅ کې ۲ اشغالګر وژل شوي ۱۱ ټپیان او ۴ تنه نورو ژوندي نیول شوي دي.
سرچینې وایي، چې دا کمین د حماس د القسام څانګې لخوا په پوره پلان سره ترسره شوی دی. د راپورونو له مخې، په برید کې لږ تر لږه ۲ صهیونیستي عسکر وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان شوي او څلور عسکر د مقاومت ځواکونو لخوا ژوندي نیول شوي دي.
د القسام ویاند “ابو عبیده” په رسمي بیان کې د څلورو صهیونیستي عسکرو ژوندي نیول منلي او ویلي یې دي چې دا یو لوی بری دی چې د مقاومت د ژمنتیا څرګندونه کوي.
راپورونه وایي، چې د پېښې وروسته صهیونیستي پوځ د سیمې پر ګڼو برخو بمبارۍ کړي او د نیول شویو عسکرو د موندلو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي؛ خو تر دې دمه یې بریا نه ده ترلاسه کړې.
سرچینې زیاتوي چې د مقاومت له خوا د څلورو عسکرو نیول د جګړې په روان حالت کې ستر پرمختګ ګڼل کېږي او دا د صهیونیستي پوځ لپاره لویه ضربه ده.
د جګړې څارونکي وایي چې په وروستیو ورځو کې د حماس او نورو مقاومتي ډلو بریدونه زیات شوي او صهیونیستي پوځ ته د درنو تلفاتو لامل شوي دي.

















