کابل ټکی کام (شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس یو لوړپوړي غړي ډاکټر باسم نعیم ویلي، چې د مقاومت د اتلولۍ کچه بې سارې او د ستاینې وړ ده.
نوموړي زیاته کړې، عادي پوځونه د جګړې له پای وروسته یو یا دوه کسان د اتلولۍ په نوم نمانځي، خو د فلسطین مقاومت بیا په تېرو ۲۲ میاشتو کې داسې بې ساری انځور وړاندې کړی چې د هرې سیمې او هرې ډلګۍ لسګونه او سلګونه مجاهدین د دښمن پر وړاندې د استقامت، فداکارۍ او زړورتیا بېلګې ګرځېدلي دي.
ډاکټر نعیم د بیتهانون، جبالیا، شجاعیه، زیتون، خان یونس او رفح سیمې د اتلولۍ سنګرونه وبلل او په خپلو خبرو کې یې ټینګار وکړ: «رښتیا ویل شوي، چې داسې امت هېڅکله نه پرېښودل کېږي او نه ماتېږي چې د دې ډول اتلانو خاوند وي.»

















