کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني اسلامي جهاد اړوند پوځي څانګې مقاومت “سرایة القدس” ویلي، چې د غزې ختیځې شجاعیه سیمه کې یې د صهیونیستي پوځیانو پر پوستو او بریدونه کړي دي.
یادې ډلې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د هاوان او نورو درنو وسلو په وسیله یې د صهیونیستي ځواکونو پر نظامي مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرایة القدس زیاتوي، چې دا عملیات د غزې پر خلکو د صهیونیستي یرغل او وحشیانه بمبار په ځواب کې ترسره شوي دي
صهیونیستي پوځ تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څرګندونې نه دي کړي؛ خو د مقاومت ډلې ادعا کوي چې دښمن ته یې درانه تلفات اړولي دي.

















