کابل ټکی کام (شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار په څو ولسواليو کې تېره شپه د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د مالي زيانونو ترڅنګ پکې ۵ تنه شهيدان او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د سپين غر ولسوالۍ په بټن سيمه کې د دادالله په نوم د يوه کس په کور کې د خونې غورځېدو له امله د هغه دوه لوڼې شهيدانې او دوه نور د کورنۍ غړي ټپیان شوي دي. همداراز د روداتو ولسوالۍ په بړو سيمه کې يو ډاکتر له بل تن سره د سېلابونو له امله شهيدان شوي او د چپرهار په لونګپور کلي کې يو سپينږيری هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي وايي چې په چپرهار، پچيراګام، شينواري، بټي کوټ، نازيانو او يو شمېر نورو سيمو کې هم اورښتونو د ګڼو کورونو، زرګونو جريبه کرنيزو ځمکو او عامه پروژو ته زيان اړولی دی.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې زيانمنو کورنيو ته پر وخت رسېدنه او اړينې مرستې برابرې کړي.

















